اقتصاد

دافغانستان بانک خبرتيا .

کابل باختر د مرغومې شپږمه
دافغانستان بانک خبرتيا .
دافغانستان بانک دروان کال دمرغومې  دمياشتې په شپاړسمې  او نولسمې د دشنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې يوسلوشل مليونه امريکايي ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطو برابر هغو ټولو صرافانوته چې پخوايې لس زره امريکايي ډالره دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې  تحويل کړي وي په دې داوطلبيوکې دگډون بلنه ورکوي .
له هغو ګډون کوونکو څخه هيله کيږي چې دداوطلبيو فورمې دشنبه په  ورځ دسهار له لسو بجو څخه دافغانستان بانک دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي .او په لس بجو او ديرشو دقيقو بيرته موظفينو ته وسپاري .
هغوصرافانواو تجارتي بانکونو چې تراوسه پوري  لس زره ډالره دامانت په  حساب  نه دى تحويل کړي په راتلونکي ليلامونوکې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته