کابل باخترد لړم ۱۴
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معین له مرسیالې االس ويلز سره وکتل .
لومړی زمان میرمن ويلز ته ښه راغلاست ووایه او په بېلا بېلو برخوکې له افغانستان سره د ستراتیژیک د شریک په توګه د امریکا د متحده ایالاتو له ملاتړڅخه قدرداني وکړه .
ويلز هم په خپل وارسره د زمان د کارپیل د سیاسي معین په توګه تبریک ووایه او د بېلا بېلو مسلو په تیربیا د سولې دبهیر باب د ګډوکارونود دوام لپاره د چمتووالی په څرګندولو سره د یوه مهم اولویت په توګه د افغانستان د رهبري او مالکیت یادونه وکړه .
دواړو لورو دسولې ، د ژنیوا د غونډې ، د سیمه ییزاقتصادي همکاریو ، اصلاحاتو، له فسادسره جدي مبارزه اود ښې حکومتوالی د ملاتړپه باب خبرې اترې وکړې ختم ع