امنیت

دوه سوه تنو په غورکې د پوليسو په ليکوکې د شموليت آزموينه ورکړه

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
په غور ولايت کې نن ٢٠٠ تنو د افسرۍ په کورس کې د شموليت آزموينه ورکړه.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د جلب او جذب آمر محمد عظيم اواره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دوه سوه تنه ځوانان چې د دغه ولايت له پوهنتون ښوونځيو او له دارالمعلمين څخه فارغ شوي دي؛ نن د افسرۍ په کورس کې د شموليت آزموينه تېره کړه .
آواره زياته کړه: د آزموينې له برخه والو څخه د هيواد د کورنيو چارو وزارت د لارښوونې له مخې، ٩٣ تنه به يې د افسرۍ کورس ته انتخاب شي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه ځوان به د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په مقصد د مسلکي افسرانو په توګه وروزل شي او په دغه ولايت کې به وګومارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته