امنیت

د ملي امنیت سلاکار د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، پرون د روسیې د فدراتیف جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په پلازمینه مسکو کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړوهېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر ګ‌‌‌‌‌‌ډو ستراتېژيو او د سیمه ییزو اقتصادي پروژو پر موثر تطبیق خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت، د روسیې فدراتیف جمهوریت خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ګ‌‌‌‌‌‌ډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاري او ګ‌‌‌‌‌‌ډون ارزښتمن بولي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ژمنې له بیا تازه کولو سره وویل، چې روسیه په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د افغان دولت د پالیسۍ او لومړیتوبونو ملاتړ کوي.
په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته