امنیت

په سمنګانو کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول

دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

دسمنګانو ولايت دترافيکو مديرسمونوال محمدابراهيم دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يو سوزکي موټر چې له ايبکو څخه دپلخمري په استقامت روان و دسمنګانو ولايت په رباطک غاښې کې له يوبار وړونکې موټرسره ټکر وکړ .

يوه اړونده خبرځاى وويل په دې پيښه کې دسوزکي موټر دوه تنه سپرلۍ چې دبيت الله شريف دحج دفريضي له ادا کولو وروسته اوس راستانه شوي و ووژل شول او درې تنه نور چې يو ماشوم هم پکې دى ټپيان شوي دي.

دايبکو دروغتون يوتن ډاکتر ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والې بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته