سیاست

د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتژیک مشارکت شورا دويمه غونډه پیل شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه 
د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت شورا د دويمی غونډی کاري غونډه پیل شوه.
د دغه شورا لموړۍ غونډه د ۱۳۹۵ د جوزار د میاشتی په ۲۰ نیټه په کابل کې ترسره شوې وه.
د افغانستان او هند تر منځ د ستراتژیک مشارکت شورا دویمه غونډه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې مشري جوړه شوه.
په دی غونډه کې د دواړو هیوادونو په بهرنیوچارو وزیرانو سر بیره د دواړو خواو لوړ پوړی پلاوی هم ونډه اخیستې وه چې د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی د چارو د معینې مژګان مصطفوي، د اقتصاد وزارت مسلکي معین اسماعیل رحیمي او د سوداګرۍ وزارت معینې کاملې صدیقی ونډه درلوده.
په پيل کې، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه هندي سیال سوشما سواراج یو بل سره وکتل.
وروسته سیاسي امنیتي ډلې د دواړو وزارتونو د سیاسي معینانو په مشرۍ او د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضورکې په خبرو اترو پیل وکړ.
وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت ترمنځ د ستراتژيک مشارکت شورا غونډه، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارود د وزیرانو سوشما سواراج او صلاح الدین رباني، په ویناوو سره پیل شوه. 
د غونډې په پیل کې، میرمن سوشما سواراج میلمنو ته ښه راغلاست ووايه او دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې نه یوازې موږ ته  بلکې ټولې سیمې ته مهمې دي، افغانستان ېې د هند ډېر نږدې ګاونډی هيواد وباله. 
ورپسی، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د هند جمهوریت له تاوده هرکلي څخه قدرداني وکړ او د هند له همېشنيو او دوستانه مرستو څخه ېې مننه وکړه او نن ېې د اقتصادي پراختیايي ټیکاونو او غښتلو همکاریو نوې پاڼه وګڼله.
همدا راز، د دغې ناستې په بهیر کې، څلورګونو کاري ډلو، دواړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته د خپلو کاري کړنو په هکله لنډ رپورټ وړاندې کړ.
مژګان مصطفوی وویل: ((هند او افغانستان له پیړیو راهیسي دوستانه اړیکې لري او دا اړیکې له تیرو ۱۵ کلنو څخه نورې هم پیاوړې شوې. لکه څنګه چې هند له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې په لویو پروژو کې مرستې کړې او د افغانستان وګړي یې منندوى دي.))
مصطفوی زیاته کړه: (( د هند او افغانستان ګډ کار د نورو همکاریو لپاره لاره پرانیستی ده چې عملآ یې فعالیتونه تر سره کړي.
هند افغانستان ته هر کال د زده کړو ۱۰۰۰بورسونه ورکوي، او اوس به ۵۰۰ نور کلني بورسونه به د افغانستان د ملی اردو د شهیدانو کورنیو ته ورکول کیږي.
همدارنګه په کابل کې د هند د فلم مسلکې انستیتوت پرانیستل، افغان کارپوهانو ته په لرغونپوهنه کې ټریننګ، په ساینس پوهنځي کې د سانسکریت او پښتو ژبې د کارپوهانو خوندیتوب هم تر بحث لاندې ونیول شو چې هیله منه یم په کار ولویږي.))
مصطفوی همدا راز وویل: (( هند د افغانستان لاندې ارګانونو ظرفیت او وسایلو په لوړوالي کې د مرستی  ژمنه کړې، لکه د ښځو چارو، عامې روغتیا او د ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارتونو، کریکټ بورډ، خپلواک مدني خدمات او دهیواد د ملي راډیو ټلویزیون سره به د ظرفیت او وسایلو په وروکولو کې مرسته کوي چې  موږ هیله من یو ډير ژر دا ژمنې عملي شي.))
په پای کې، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خبریالانو په خبري غونډه کې ګډون وکړ او د چارو په تړاو معلومات ېې له هغوی سره شریک کړل.
ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته