امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
درې تنه وسله وال طالبان نن د لوګرولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځانګرو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د ملي اردو منسوبينو د يوې ډلې وسله والومخالفينو د نيولولپاره د لوګرولايت  د خروار ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردومنسوبينو د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو د ترسره کولوپه بهيرکې دتوغندي ويشتوونکي نهه شپيته ماينونه، دوه موټرسايکلونه او يوه اندازه پوځي وسايل له وسله والومخالفينو څخه ترلاسه کړي دي .
د يو لړ نورو عملياتو په بهيرکې چې د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په  مربوطاتوکې ترسره شول؛ پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، څوارلس  کيلوګرامه اپين، دوه ايکم مخابرې او يوه اندازه مهمات دملي اردو د عسکرو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته