امنیت

دولس تنه ملکي وګړي په ميدان وردګو کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
دولس تنه ملکي وګړي په ميدان وردګو ولايت کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
يرغلګرو دغه کسان پرون دجلريز ولسوالۍ له لويې لارې څخه وتښتول .
په تښتول شويو کسانو کې څو تنه قومي مشران هم شامل دي .
دميدان وردګو دوالي وياند عبدالرحمن منګل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ديرغلګرو له منګلوو څخه دتښتول شويو کسانو دخلاصون لپاره دسيمه ييزو مسوولينو او دقومي مشرانو هلې ځلې دوام لري.
ده وويل : هيڅ يو تښتول شوى له دولت سره اړيکې نه لري ويل کيږي چې دغه کسان دميدان ښار او باميانو ترمنځ په تګ راتګ کې و چې وتښتول شول.
په يوبل خبرکې ويل شوى دى چې څلور تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو په ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريد شوى دى .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته