
کابل، د زمري ۱۳مه، باختر
د سمنګانو امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۳ تنه د غلا او وژنې په تور نیولي دي.
د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې مسوول منیر رحیمي باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان له جملې څخه یو تن یې د یاد ولایت په روی دو آب ولسوالۍ کې د یوسړی د وژنې او دوه نور یې د ایبکو ښار له جوی زندان څخه د یو کور د غلا په تور نیول شوي دي.
نیول شوي افراد تر تحقیقاتو لاندې دي.
ع