روغتیا

د افغانستان لنډ مهاله طبي ملي شورا پرانستل شوه

کابل  باختر دکب دمياشتې١١:
د افغانستان لنډ مهاله طبي ملي شورا نن  پرانستل شوه  .
دغه شورا د عامې روغتيا ، لوړو زده کړو، عدليې  او د کار ، ټولنيزو  چارو، شهيدانو او معلولينو د وزيرانو  اودملي دفاع  اوکورنيو چارو  د وزارتونو اودملي امنيت دلوى رياست  او دافغانستان دروغتيا دسکتور دملي او نړيوالو  همکارو بنسټونو دروغتيايي چارو  درياستونو داستازو په ګډون پرانستل شوه.
دعامې روغتيا وزارت دعامه اړيکو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :                     دغه شورا  دافغانستان دملي وحدت دحکومت   دکابينې  له منظورۍ وروسته  دناروغ دمصوونيت  دتامينولو او دډاکترانودملاتړ لپاره دمعياري طبي   خدمتونو دتنظيم په موخه جوړه شوې ده  چې دهغې درئيس په ګډون ٢٤غړي لري.
ددغې شورا دغړو په ترکيب کې دعامې روغتيا ، لوړو زده کړو او دعدليې دوزارتونو ، دملي دفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو او دملي امنيت دلوى رياست دروغتيايي چارو درياستونو ، دافغانستان دډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکوداتحاديې ،دافغانستان دخصوصي روغتونونو دټولنې، دافغانستان دعامې روغتيا دټولنې او دځينو نورو دولتي اوغيردولتي بنسټونو استازي شامل دي .
د عامې روغتيا وزير  ډاکتر فيروزالدين  فيروز   ددغې شورا دجوړولو موخه  دمصوونيت تامينول ، دناروغ او ډاکتر ترمنځ داعتماد جلب ، دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کوونکو د کاري اوخدماتي ظرفيت لوړول ، دسيمې په  کچه دافغان ډاکترانو دکاري اعتبار لوړول  اوپه هېواد کې دطبي خصوصي انستيتونو دخدمتونو معياري کول  وبلل .
دعامې روغتيا وزير وويل :  دنړيوالو تجربو  اودافغاني ټولنې  داړتياو په پام کې نيول سره دافغانستان په طبي ټولنه کې  ددغې شورا  جوړول داړوندو دولتي او غيردولتي ادارو   دګډو هڅو  محصول بلل کيږي چې په راتلوونکي کال کې  به په لنډ مهال ډول  او وروسته  په دايمي  توګه او په مستقل ډول فعاليت وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې  ډاکترې فريدې مومند ددغې شورا جوړول  دډاکترانو  او دطبي انستيتوتونو د تحصيلي اومسلکي کچې په  لوړولو او دروغتيايي مرکزونو دخدمتونو په ښه والي کې  يوه ستره اړتيا وبلله.
دعدليې وزير  ډاکتر عبدالبصير انور هيله وکړه چې دغه شورا وکولاى شي په افغانستان کې دروغتيايي خدمتونو دکيفيت په ښه والي  او ددرملنې  او دروغتيايي خدمتونو دترلاسه کولو لپاره له هېواد څخه بهر ته دافغانانو دسفر داړتيا په لرې   کولو کې ګټوره وي.
دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او دمعلولينو د چارو  وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل  وويل : چې  د دغې شورا په جوړيدو سره به په افغانستان کې طبابت ښه سمون او زيات اعتبار پيد اکړي او هيله لرم  چې  دغه شورا  ډاکترانو ته  دښو کاري پروګرامونو او طرحو په وړاندې کولو  او دروغتيايي خدمتونو په ترسره کولو سره  په افغانستان کې دطبابت  اخلاق  او دناروغ مصوونيت زيات  پراخ بنسټه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته