-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
په سمنګانوکې په يوه ترافيکي پېښه کې د هيلوترست د ماين پاکولو د موسسې درې کارکوونکي ووژل شول اوڅلور نور ټپيان شول .
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي باختراژانس ته وويل: دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د هيلوترست موسسې د کارکوونکو د سپرلۍ موټر د سمنګانو د حسن خيلو په ساحه کې له يو باروړونکى موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې درې تنه ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
هغه د دغې پېښې علت د دغو موټرو د چلوونکو بې احتياطي وباله .
ختم _ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ