کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
وسله والو طالبانو پرون په ننګرهار ولايت کې دوه ورونه په ډزو سره ووژل .
دننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوال کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په دوو ورونو چې د دغې ولسوالۍ د کلاجات په سيمه کې ناست وو؛ ډزې وکړې او دواړه ووژل شول.
عبدالزي وويل: طالبانو دغه دوه ورونه دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژل .
پوليسو د دغې قضيې د عاملينو د موندلو لپاره د پلټنې عمليات پيل کړي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ