کابل باختر د سلواغې درې ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دپنځو تنو افسرانو او داقتصادي سلاکار ددندو دتعليق په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم
دملي دفاع وزارت ددغومسوولينو هريو :
_ دملي دفاع وزارت دمرستيال دګر جنرال محب الله .
_ دملي دفاع وزارت دستردرستيز دلوژستيک درييس تورن جنرال شاه اغا حيدري .
_ دملي دفاع وزارت دمادي او تخنيکي معاونيت دلوژستيک او عينياتو داحضاراتو رييس تورن جنرال عبدالله عبيد .
_ دملي دفاع وزارت دپيرودنو او تدارکاتو رييس بريد جنرال عبدالرحمن غوري .
_ دملي دفاع وزارت دمادي او تخنيکي تاميناتو دمعاونيت د منابعو دچارو رييس بريدجنرال احسان الله .
_ دملي دفاع وزارت اقتصادي سلاکار نور خان حيدري داجرااتو دڅيړنې په مقصد ، په اجرااتو کې دشفافيت تر تثبتيولو پورې ددغو افسرانو ددندو تعليق منظور دى .
دکورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل کيږي چې دغه اشخاص ممنوع الخروج کړي .
0 1 دقیقه لوستل