سیاست

جمهوررئیس غني د قندهار له مشرانو، مخورو اود بېلابېلو قشرونوله استازو سره غونډه وکړه

کابلباختر د زمري د مياشتې ٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ۲۰۵ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې د قندهار ولایت مشرانو، مخورو، عالمانو، مېرمنو او ځوانانو سره  غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې لومړی د کندهار والي زلمي ویسا جمهور رئیس او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته هرکلی ووایه او د اقتصادي پروژو،له فساد سره د مبارزې، د نړیوالو د قانع کولو، سیمه ییزې اجماع، سولې،  د افغانستان د بریالي بهرني سیاست، ولایتي سفرونو،له ولس سره د اړیکو د ټينګښت او اصلاحاتو په برخه کې یې د جمهور رئیس هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
ده وویل، په کندهار ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همغږۍ له امله امنیت ښه دی او همدارنګه یې د امنیت د لا ښه والي په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو لا تمویل او سمبالښت ته د جمهور رئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د قندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د لوی قندهار د ولسونو په استازیتوب جمهور رئیس ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
وروسته د ولسي جرګې غړي تورن عبدالخالق بالا کرزي، د موی مبارک خطیب حاجي محمد حق ، د عالمانو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني، مدني فعالې اناهیتا او نثاراحمد صالح خبرې وکړې، دوی د برېښنا، بندونو جوړولو، ناامنۍ، اداري فساد، وزګارتیا، انکشافي پروژو، د ښځینه بنديانو، کرنې، د اوبو مدیریت، صنعت او د قانون د حاکمیت په برخه کې شته ستونزې او په اړه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ګل اغا شېرزي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د کندهار د خلکو اساسي او لومړنۍ غوښتنه سوله ده او د سولې د تامین په برخه کې د لوی کندهار ولسونه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
هغه د جمهور رئیس له اعتماد څخه په مننې وویل،د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت به د قومونو یووالي او د سولې په برخه کې هلو ځلو ته وهڅوي. هغه زیاته کړه، د دې لپاره یې طرحې برابرې کړي چې په راتلونکي کې به یې عملي کړي.
جمهور رئیس غني د ویناوالو د څرګندونو، غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د خاکرېز، نېش، میوند او شاه ولي کوټ ولسوالیو شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې یو ځل بیا تسلیت ووایه او له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه چې د افغانستان د عزت او ویاړ لپاره یې دغسې صادق بچیان روزلي دي.
جمهور رئیس د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې  نن یې مسوولینو ته د دغه وړ قربانیو د تکرار د مخنینوي په خاطر واضح لارښوونې کړي دي. همدارنګه یې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان څخه د اساسي بدلونونو او د همغږۍ د ایجاد له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس وینا ته په اشارې وویل، نور له دې وروسته به زماني قید او شرط نه وي، امریکا به تر پایه د افغانستان له ولس سره ودرېږي. هغه زیاته کړه، دا د مشرانو، ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو برکت دی او د هغوی له دغه ملاتړ څخه مننه کوو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د امریکا د جمهور رئیس پیغام یوازې دا نه دی چې دوی له موږ سره ودرېږي، بلکې پیغام یې دادی چې  په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هم زموږ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، مخالفانو ته وایم په جګړه یې نشئ ګټلی، د سولې لاره اختیار کړئ، ځکه د ولس، احمدشاه بابا او دغازي امان الله خان غوښتنه سوله ده.
محمد اشرف غني وویل، د امریکا متحده ایالتونو زموږ ګاونډي ته واضح پیغام ورکړی چې نور ورانکارو ډلو او افرادو ته پناه نشي ورکولی. هغه زیاته کړه، زموږ پیغام هم ورته دادی چې تلپاتې سوله ورسره کوو، نو اوس پاکستان باید د افغانستان د سولې لاس ونیسي چې موږ ثبات ته ورسېږو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ترهګرو پر ضد زموږ مبارزه دوام لري، ځکه دوی خوارج او فتنه ګر دي چې په جوماتونو او روغتونونو کې زموږ په پیاوړو ځواکونو او هېوادوالو بریدونه کوي. هغه زیاته کړه، اصلي خبره داده چې زموږ د مشارکت غوښتنې نړۍ سره نتیجې ته رسېږي او د اصلاحاتو تطبیق زموږ دنده ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، که شته فساد ختم نشي، نو د پنځو نسلونو پر ژوند به بد اغېز ولري، هغه ټینګار وکړ، ډېر چانسونه ضایع شوي، نور یې د ضایع کېدو اجازه نه ورکول کېږي. دا هېواد په څو میلونرانو نه جوړېږي، بلکې ټول ولس باید سوکاله او هوسا ژوند ولري.
جمهور رئیس وویل، میرویس نیکه موږ ته د تقوا درس راکړی او موږ ټولو ته یې د ملي یووالي، اتفاق او وحدت سپارښتنه کړې. هغه زیاته کړه، په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د هېواد د هر ګوټ بچیان خدمت کوي او دا زموږ ملي وحدت ښیي.
جمهور رئیس غني وویل، زه چې هره ورځ د غازي امان الله خان کاري مېز ته کېنم، نو ښي لور ته راځړېدلي د احمد شاه بابا عکس ته په خطاب کې وایم، بابا مننه چې تا راته وګاټه، خدای دې موږ ته د پاللو وس راکړي، هغه له ټولو وغوښتل چې د احمدشاه بابا او غازي امان الله خان د وحدت، همت او اتفاق لاره غوره کړي.
محمد اشرف غني ګډونوالو ته دهيواددخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې مبارکۍ ورکړه او وې ویل، هغه څه چې زموږ ملي اتل غازي امان الله خان پیل کړل، موږ یې باید بشپړ کړو. هغه زیاته کړه، د افغانستان سیاسي زړه کندهار ته راغلی یم چې د ملي یووالي پیغام ورکړم.
هغه د غونډې په ښځینه ګډونوالو غږ وکړ چې د زرغونې انا او نازو انا په څېر نن بیا میدان ته راشئ، د سولې میدان ته او د سولې بیرغ لوړ کړئ. همدارنګه یې د کندهار ښاروال څخه له دې امله مننه وکړه چې ولسونه یې له کړنو او هلو ځلو څخه راضي دي.
جمهور رئیس د برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د برېښنا په برخه کې د کندهار د ولسونو شته ستونزې حل او شوې ژمنې عملي کړي. همدارنګه یې د مالیې وزیر ته دستور ورکړ چې د کندهار لپاره یوه انکشافي بسته چمتو او د تطبیق لپاره تيار کړي.
جمهور رئیسی غني وویل، د بشري سرچینو عالي شورا له جوړېدو سره به د پوهنې په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه همدارنګه په مدني ټولنه او مشرانو هم غږ وکړ چې د پوهنې د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د کندهار والي ته لارښوونه وکړه چې د ښې حکومتولۍ په موخه دې د ټولو ادارو اساسي ارزونه وکړي او هغوی چې تر درې کاله زیات یې په یو ریاست کې کار کړی، بدل دې کړي.
جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته په ټینګار سره وویل، دا د زمانې غوښتنه ده چې خپل راتلونکی په لاس کې واخلو. هغه زیاته کړه، په دوه نیمو کلونو کې مو دنیا قانع او ټوله کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی چې خپل ځانونه سره منسجم کړو.#
ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته