امنیت

دافغان اوپاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور تنه ووژل شول .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دهېواد ختيځ يوځل بيا دافغاني طالبانو او دپاکستاني طالبانو ترمنځ  دسختو خونړيو جګړو ډګر  و .
دغه جګړه تيره شپه دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ داته ويشتم  کانال په نامه  سيمه کې  رامنځته شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې جګړه  په يو اوبل له پراختيا غوښتنې وروسته او دغه راز ددغو ډار اچوونکو ترمنځ د پيسو دويش په څرنګوالي  رامنځته شوې ده .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوقوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې  دوه تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي او دوه تنه  افغاني طالبان  ټپيان شوي دي .
ده وويل  چې په دې جګړه کې دوه تنه  ملکي وګړي هم  وژل شوي دي .
ويل کېږي چې جګړه  پاى ته رسيدلې ده خو دواړه لوري  ديو اوبل په کورونو ديرغل په لټه کې دي .
  ختم_ ج _ اکرم
                         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته