امنیت

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې نهه تنه وژل شول

اسلام اباد باختر د کب لسمه :
دپاکستان د بلوچستان ايالت په دوو سيموکې په دووجلا جلا پيښوکې د دريو تنو سرحدي پوليسو په ګډون څه ناڅه نهه تنه ووژل شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ: ددغو پوځيانو ليږدونکې واسطه په کلات کلي کې دګزمې په وخت کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخته او د سر په زيان سربېره شپږ تنه عسکر سخت  ټپيان شول او ليږدونکې واسطه يې هم ويجاړه شوې ده.
په يوه بله پيښه کې د هغو ډزو له امله چې دپوځي ځواکونو او د ياغيانو ترمنځ د بلوچستان ايالت د ديره بوګتي د درينجان او رستم بازار په سيموکې وشوې؛ شپږ تنه ياغيان ووژل شول .
له دغو ياغيانوڅخه جنګي وسايل او مهمات هم ترلاسه شوي دي او د حالاتو دکنترولولپاره زيات ځواکونه سيمې ته غوښتل شوي دي. تراوسه پورې دغه پيښه له کوم خپلواک خبرځاى له خوا نه دى تاييد شوى.
د سرحدي عسکرو ويندوى وايي: پنځه تنه نور مشکوک کسان چې په دې سيمه کې د ګازو دليږدونې د نل ليکو په چاودنوکې لاس درلود؛ نيول شوي دي .
ديره بوګټې د پلوچستان يوه کمه پرمختللي او تر ځمکې لاندې منابعوڅخه بډايه سيمه ده چې له اووکلونو راپديخوا د ياغيانو ترکنترول لاندې ده او ياغيان په امنيتي ځواکونو او په ملي حياتي تاسيساتو بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته