اقتصاد

جمهور رئيس کرزی: دولت ژمن دی چې د افغانستان د بانکونو ملاتړ وکړي

کابل باختر د غبرګولى د مياشتې٧مه
د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له بانکونو سره د چینايي بانکونو د مالي معاملاتو د بندېدو د خپاره شوي خبر پرسر د بحث په منظور نن غرمه په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې د جمهور رئيس مرستیالانو، د اقتصادي سکټور وزیرانو، د افغانستان بانک رئيس او مرستیال او د خصوصي بانکونو رئيسانو او مسوولینو برخه اخیستې وه، په بانکونو کې د ستونزو د له منځه وړلو او د بانکي سکټور په تقویې بحث وشو.
جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان له بانکونو سره د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل که د پیسو د تطهیر او له جرایمو څخه د ترلاسه شويو ګټو د منع قانون او د تروریزم د تمویل د مخنيوي قانون، په مالي چارو کې د افغانستان په ګټه وي، نو دغه قانون به ډېر ژر تصویب شي او اجرایوي بڼه به غوره کړي.
حامد کرزي د بانکونو رئيسانو او مسوولینو ته وویل چې د افغانستان د بانکونو مالي چارې باید له قانون سره سمې او په شفافه توګه ترسره شي او په ځواب کې به يې د افغانستان دولت هم د دوی د تقويې لپاره ټول اقدامات ترلاس لاندې ونیسي، ترڅو افغانستان ته سرمایه جذب او د افغانستان اقتصاد او بانکي سکټور پیاوړی شي.
جمهور رئيس حامد کرزي زیاته کړه د افغانستان دولت ژمن دی چې د هيواد د بانکونو ملاتړ وکړي او د افغانستان اقتصادي اډانه پیاوړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته