امنیت

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري٢مه
په روزګان کې ٨ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه نښته تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې پوځیانو د طالبانو پر پټنځای برید وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په برید کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل چې دغه طالبان په خپل پټنځای کې د یو لړ ډار اچوونکو بریدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پوځیانو پرې برید وکړ.
په نښتې کې پوځیانو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته