خبرونهټولنه

په سمنګانو کې د اوبو رسولو درې پروژې بشپړې شوې

 کابل، د زمري ۳۰ مه، باختر

په سمنګانو کې د څښاک د اوبو د درېیو شبکو د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سمنګانو د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول ثمرالدين شاهرخي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې د لمريزې برېښنا په نصبولو سره د شپږو ژورو او نيمه ژورو څاګانو کيندل، د اوو غير فعالو څاګانو ترميمول. د نلونو د غځولو د شبکې جوړول او د لاسي پمپونو نصبول، د اوبو د زېرمې د دوو ټانګونو د جوړول شامل دي، چې کار یې د دریو میاشتو په موده کې د افغانانو لپاره د بشري مرستو د موسسې له خوا په حضرت سلطان ولسوالۍ او ایبک ښار کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه  وويل چې د دغو دريو پروژو په جوړولو سره د ۲ زره ۳ سوه ۷۰ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوې ده.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا