کابل باختر د ليندي پنځلسمه :
د افغانستان اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفترکې د مدني ټولنې له يوشمېر غړو او د ښځو د حقوقو له فعالانو سره وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ښځو د حقوقو فعالانو او د مدني ټولنې د بنسټونو غړو د دولتي بنسټونو په رهبرۍ او د تصميم نيونې په برخوکې د ښځو د شتون د زياتوالي غوښتنه وکړه .
دوى د کانونو او پتروليم وزارت نوماندې نرګس نهان ته د پارلمان درد راى د ورکولو له امله خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې ميرمن نهان د مدني ټولنې د بنسټونو نومانده وه او بايد له هغې سره جنسيتي چلند نه واى شوى .
د ښځو د حقوقو فعالانو دغه راز وويل چې بايد هغو ښځو پرځاى چې د دولتي بنسټونو له رهبرۍ څخه لرې کيږي؛ بيا ښځې معرفي شي .
د غونډې د کار په دوام ډاکتر عبدالله عبدالله په دولتي بنسټونوکې د ښځو د شتون اهميت ته د ځان د ژمنې او باور خبرې وکړې او ويې ويل چې تل يې په دولتي بنسټونوکې د ښځو د شتون دفاع او ملاتړ کړى دى .
د هېواد اجراييه رييس د ښځو د حقوقو فعالانو او د مدني ټولنې غړو ته د ځينو چلنجونو په بيانولو سره وويل چې د ادارو په رهبرۍ کې د ښځو شتون او رول ستره اړتيا بولي او په بېلابېلو برخوکې د هغوى د رول او وڼدې د زياتوالي په لاره کې کلک ولاړ دى .
ختم_( عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل