ټولنه

د هرات د وګړو د احوالو د ثبت د ادارې دوه تنه کارکوونکي د فساد په تور مجازات شول

هرات/ باختر دزمري  ديرشمه :
د هرات ولايت د وګړو د احوالو د ثبت د ادارې دوه تنه کارګوونکي په مجازاتو محکوم شول .
د پښتون زرغون ولسوالۍ د وګړو د احوالو د ثبت مدير او د دغې ادارې يو بل کارکوونکى له خپل وظيفوي صلاحيتونوڅخه د زياتې استفادې په تور له اداري فساد څخه د زيږنده جرمونو د محکمې له خوا په بند محکوم شول .
له اداري فساد څخه د زيږنده جرمونو د ابتدايې محکمې رييس قضاوتيار  عبدالهادي وثيق وايي: د بښتون زرغون د وګړو د احوالو د ثبت مدير د جعلکارۍ د جرم په برخه کې په دوه کاله تنفيذي بند او له قانوني صلاحيتونو څخه د زياتې استفادې په تور د دولسو زرو افغانيو په ورکولو محکوم شو او دغه راز جرمي شريک يې هم د جعلکارۍ په قضيه کې په يونيم کال تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو .
په پاى کې د محکومينو د استيناف غوښتنې حق د نه قناعت په صورت کې د محکمې په حکم په ټاکلې موده کې خوندي اعلام شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته