
کابل، د زمري١٣ مه، باختر
د سمنګانو دویم لمبر لېسې په سمنګانو کې د بسکتبال پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سمنګانو د بسکتبال فدراسيون رييس امرالحق يزدان فر د باختراژانس خبريال ته وويل چې په سمنګانو کې د باسکتبال دغه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې د شپږو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې، د دويم لمبر لېسې د بسکتبال د ټيم په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
هغه وويل د دغو سياليو په بهير کې اته تنه د دغه ولايت د بسکتبال منتخب تيم ته وټاکل شول.
\ ج