سیاست

د ملي امنیت شورا غونډه د جمهوررئیس غني په مشرۍ ترسره شوه

کابل / دغبرګولې ٢٤مه / باختر:
د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستۍ پېښې په اړه خپل راپور وړاندې کړ او تر هغه وروسته یې د یادې پېښې پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو اړخونو بحث او خبرې وکړې.

همداراز ملي امنیت شورا غونډې، ایران ته د لوړ پوړي پلاوي د استولو په اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز منظور او ټینګار یې وکړ چې یاد پلاوی دې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولوسرحدي هوکړه لیکونو اومیکانېزمونو ته په کتو سرحدي موضوعاتو او کډوالو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش پیل او د هغوی د هویت تثبیت ته ډېره پاملرنه وکړي.    

په همدې ترتیب د ملي امنیت شورا دفتر ته د هیواد د سرحدونو چارو د لا زیات تنظیم په موخه لازمې لارښوونې وشوې او بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې په ایران کې د افغانستان سفارت او په هغه وزارت کې د نورو اړوندو برخو له لارې، د افغان کډوالو او نورو موضوعاتو په اړه د پوهاوي په تړاو د کډوالۍ بین المللي سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ سره خپل کار پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته