
کابل، د لېندی ۷ مه، باختر
د سمنګانو امنیتي مسوولین وايي، چې پرون ماښام د یاد ولایت د خُلم ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د کرولا او ټیلر موټر د ټکر له امله ۷ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژآنس د خبر له مخې، په یادې ترافیکي پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ترافیکي پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي او ډېر ګړندیتوب ښودل شوی دی. جهانیار