کابل باختر د زمري ٢٧مه
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د کابل په مرکز کې د امير عبدالرحمان خان مقبرې ته څېرمه جومات له مرمت او بيا رغاونې وروسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په واسطه پرانېستل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه څلور سوه زرو افغانيو په لګښت بيا رغاول شوى دى.
د غه جومات د پرانېستلو په مراسمو کې پوهاند باوري په لنډو خبرو کې وويل چې د تاريخي څلو او د لرغونو اثارو ساتنه او مرمت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اساسي دندو څخه دي.
هغه دغه راز وويل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يوشمېر تاريخي څلي او اثار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د هرکلي په خاطر ترمرمت او بيارغاونې لاندې دي.
د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې، اميرعبدالرحمن خان د ده د وصيت پربنسټ د کابل په بوستان سراى کې خاورو ته وسپارل شو او د امير عبدالرحمن خان زوى امير حبيب الله خان دغه جومات د خپل پلار مقبرې ته څېرمه جوړ کړى دى.
ختم_ ف _ اکرم