امنیت

په جلال آبادکې چاودنه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د ننګرهار ولايت مرکز د جلال آباد ښار نن د يوې چاودنې ډګر و.
دغه پيښه د يو بم د چاودنې زيږنده وه چې د اسلامي علومو د روزنيز مرکز په وړاندې ځاى پرځاى شوى و.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: بم د جلال آباد ښار د نارنج باغ په ساحه کې د شيخ احمد شاه مدرسې د ودانۍ په وړاندې ښخ کړى شوى او له لرې واټن څخه چول شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې پوليسو طالبان د دغه بم ښخونې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته