کابل/ د کب ٢٨ مه / باختر
د هلمند پوليس وايي، هڅه کوي د يوه کليوال د وژنې عاملين ونيسي.
د رارسېدولو خبرونو له مخې، د باچا په نوم يو تن چې د روزګان اوسېدونکى دى، د هلمند مارجې ولسوالۍ ته د خپلوانو ليدو لپاره تللى و، چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.
د وژل شوي کس خپلوان وايي چې هغه د تره له زوی سره دښمني لرله.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې د دې پېښې د عاملينو نيولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
\ ذ