امنیت

په ننګرهارکې اته تنه داعشيان ونيول شول

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
د داعش اته تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په نويو نښتوکې ونيول شول .
دغه کسان تېره شپه او نن سهار دده بالا، اچين  او کوټ د ولسواليو له ځينو سيمو څخه ونيول شول.
لومړى دوه تنه داعشيان پاکستان ته دتيښتې په وخت کې په اچين ولسوالۍ کې  د پوځيانوله خوا ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغو داعشيانو غوښتل په عملياتوکې د شاملو ځواکونو له منګولو څخه  پاکستان ته وتښتي چې ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه وسلې او دولتي ضدتبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې :
درې تنه داعشيان دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې له پوځيانوسره  دجګړې په بهيرکې ونيول شول.
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و، دپوځيانوله خوا پرې بريد وشو او ونيول شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې درې تنه داعشيان د ننګرهار ولايت د ده بالا ولسوالۍ له بازار څخه ونيول شول.
دغه داعشيان د داعش  د ډلګيو لپاره د اکمالاتو په مقصد بازار ته راغلي وو چې ونيول شول. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته