خبرونهروغتیا

په سمنګانو کې د لشمانیا ناروغۍ پېښې ۸۰ سلنه زیاتې شوې دي

کابل، د لړم ۱۱ مه، باختر

د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د لشمانیا (سال دانې) ناروغۍ پېښو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سمنګانو په ولایتي روغتون کې د لشمانیا ناروغۍ مسوول ډاکټرغلام محی الدین احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې له دې ناروغۍ څخه هره ورځ له مرکز او ولسوالیو څخه له ۳۰ تر۵۰ تنو دغه روغتون ته مراجعه کوي.

له بلې خوا یو شمېرهغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي له روغتيايي مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

جهانیار، سهیل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا