اقتصاد

د وزيرانوشورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
د وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهور رييس دمرستيال  او د دغې کميټې د رييس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې لومړى دجمهور رييس  مرستيال محمد کريم خليلي دې موضوع
ته په اشارې سره  چې په هېواد کې د سختو سيلاوونو د راوتلو او دځمکې  ښوئيدنې له امله زموږ يو زيات شمېرهيوادوال له منځه تللي دي او يا زيانمن شوي دي؛ اړونده وزارتونه او ارګانونه مکلف کړل له کرنيز، بيا ميشت کولو،  د لارو دبيا پرانستلو او دنورو مواردو له پلوه دزيانمنو شويو ساحو دبيا احياکولو په برخه
کې تيارى ولري .
دغه رازده د ټولو قربانيانوله کورنيو سره د ډاډگيرنې او همدردۍ مراتب څرګندکړل.
دغونډې د کارپه دوام له اجنډاسره سم  لومړى د ښار جوړولو د چارو وزير دکابل په
جنوب لويديځه سيمه کې د کابل جان پارک پيشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
د ښارجوړولو د چارو د وزير دڅرګندونوله مخې: دغه پارک د څلور زره جريبه ځمکې په مساحت کې دى چې د کابل  له ښاري ماسټرپلان سره سمون لري  .
دغه رازپه دغه پارک کې ژوبڼ، لوبغالى، فرهنګي مرکزونه، ګالري، پيست اسکلي او بايسکل ځغلونه شامله ده.
دکميټې غړو د ملکيت د مسئلې، د خصوصي برخې د مشارکت او له ښاري ماسټرپلان سره د سمون د مسئلې په باره کې د خپلو يولړ نظريو او پوښتنوله طرحه کولو وروسته دغه طرحه په اصولو او پرنسيپ کې تائيدکړه او د ښارجوړولو د چارو وزارت يې مکلف کړچې په دې اړوند دې يوه هراړخيزه طرحه برابره او کميټې ته يې وړاندې کړي.
وروسته د نړيوال شرکت د تسټ په خاطر د حيرتان ترمينل سرويس شرکت ته  د يوې
اندازې تيلو د واردولو د اجازې په باب د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د وړانديز په باب غور اوخبرې وشوې .
دکابينې غړو د خپلو يو لړ نظريو په طرحه کولو سره د سوداګړۍ او صنايعو وزارت مکلف کړچې په دې اړوند دې د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال د ٤٥ ګڼه پريکړې سره
سم عمل وکړي او دغه راز د روان کال د غبرګولي دمياشتې له ٥ نيټې وروسته په
دې اړوندسيمه ييزو او نړيوالو ستندردونو او د هيواد د اقتصادي اړتياوو ته په پاملرنې سره کميټې ته مشخص پيشنهادونه وړاندې کړي.
وروسته د سمنګانو ولايت د روى دوآب ولسوالۍ د آبخورک له کان څخه د را ايستل شويو ډبروسکرو د ليږدونې د وسايلو د درولو موضوع او د سوداګرۍ او صنايعو د خونوله خوا د څه د پاسه سلو کيلومترو په اوږدوالى د سړک د پخيدو په باب د روى دوآب او خرم سارباغ د ولسواليو د خلکو غوښتنه طرحه او ترغور او څيړنې لاندې ونيول شوه  .
دکميټې غړو په دې اړوند  دکانونو اوپطروليم او دفوايد عامې د وزارتونو  دخبرو له اوريدو وروسته پريکړه وکړه چې دفوايدعامې، کانونو او د کورنيوچارو د وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو استازي دې دغې ساحې ته لاړ شي او په روان کال کې ددغه سړک د سروې او ډيزاين په باب د خلکو د څيړنې په برخه کې هغوى ته قناعت ورکړي.
د ورته بهرنيو توريدي اقلامو په مقابل کې د ملاتړيزو تعرفو په باب د کورنيو شرکتونو او فابريکو غوښتنه يوه بله موضوع وه چې د هېواد صنايعو د سراسري اتحاديې د رييس له خوا په غونډه کې طرحه او وڅيړل شوه.
دکميټې غړو د کورنيو توليداتو د ملاتړ په اړتيا باندې د ټينګار په ترڅ کې په دې اړوند خپلې يو لړ نظريې طرحه کړې .
اقتصادي کميټې د ګمرکاتو د تعرفې دټاکنې کميسيون مکلف کړ چې موضوع دې يو ځل بيا دکورنيو توليداتو د ځواکمنۍ له پلوه کورنيو اړتياوو ته دځواب ورکولو او د خپلو ګمرکي تعرفو د لوړولو په باب بهرنيوشرکتونو او توليداتو په شان اقدام وڅيړي او د نتيجې په باب دې کميټې ته رپوټ وړاندې کړي.
ورپسې  د صفا رحيمي د اوسپنې د توليد په شرکت له پنځلسو زرو افغانيوڅخه په ټيټه بيه دشيرخان بندر د داغمه اوسپنې دبيې دکمښت موضوع چې په داوطلبۍ کې ګټوونکى شوى و؛  د  سوداګرۍ او صنايعو د خونوله خوا طرحه او په غونډه   کې وڅيړل شوه.
اقتصادي کميټې د سوداګرۍ د خونو دعامل رييس د خبرو له اوريدوروسته د ماليې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو او د سوداګرۍ د خونو د استازو په ګډون يو هيئت موظف کړ چې موضوع دې په دقيقه توګه وڅيړي او د بيې په اړوند دې کميټې ته يو مشخص پيشنهاد وړاندې کړي .
د دغې غونډې په پاى کې دغه راز د٢٤ شرکتونو د جواز دتمديد موضوع  چې پخوا د پلچرخي په ساحه کې ځمکه پرې ايشل شوې ده او وروسته دالکوزې شرکت په واک کې ور کړاى شوې ده، خبرې وشوې  اوپريکړه وشوه چې آيسا دې ددغو شرکتونو جواز  وويشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته