(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په سمنګانو کې د وروستیو سېلابونو له کبله سلګونه څاروي له منځه تللي دي

کابل، د وري ۱۳ مه، باختر

د سمنګانو د کرنې، اوبولګولواو مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې سلګونه څاروي د سېلابونو د راوتلو له کبله منځه تللي دي.

د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ او حیواني روغتیا ساتنې  رييس ډاکټر کرام الدين محمودي د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل چې د دغه ولایت د روی دواب ولسوالۍ د قوچنهال کلي په چیلک دره کې تېر ماښام د سېلابونو د راوتلو له کبله ۱۰۷۰ څاروي له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اوبو او برېښنا وزارت په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا