نړۍ

د پيښور په هوايي ډګرکې د پاکستان په مسافر وړونکې الوتکې بريد

پيښور – دي دان – باختر د تلې دمياشتې ٦
ناپيژاندو وسله والوکسانو تيره شپه د پيښور ښار په باچاخان هوايي ډګرکې د پاکستان په نړيوال هوايي شرکت پورې په يوې اړوندې مسافر وړونکې الوتکې ډزې وکړې.
په دغو ډزوکې چې د الوتکې د راښکته کيدو په وخت کې وشوې؛ سپرليو او الوتکې ته زيان نه دى اوښتى.
دغه الوتکه له سعودي عربستان څخه پيښورته راغلې وه.
په همدې حال کې د پاکستان د هوايي چلند مامورينو اعلام وکړ چې نشي کولاى د تيرې شپې په ډزو پورې د اړوندو رپوټونو سموالي په رسمي ډول تاييد کړي. ځکه الوتکې او سپرليو ته يې هيڅ راز زيان نه دى اوښتى.
دا له دريو مياشتو راپه دې خوا د پيښور ښار په نړيوال هوايي ډګرکې په مسافر وړونکې الوتکې دويم وسله وال بريد دى.
د پيښور ښار د نړيوال هوايي ډګر په مسافر وړونکې الوتکې دا دويم وسله وال بريد دى.
د روان کال د چنګاښ د مياشتې په لومړيو وختوکې هم د شپې له خوا د پيښور ښار د باچاخان په نړيوال هوايي ډګرکې د پاکستان د نړيوال هوايي چلند په شرکت پورې اړوند به د يوې مسافر وړونکې الوتکې د يوې ډلې ناپيژاندوکسانو د ډزو له امله په الوتکه کې يوه سپره ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ټپيان شول.
د پيښور ښار په نړيوال هوايي ډګر په تيرو وختونوکې هم څو ځلې د پوځي مليشو له خوا تروريستي بريد او د آر -پي- جي توغنديو ډزې شوې دي.
دغه راز امنيتي ځواکونه پوليس او اردو د جمعې له شپې راپه دې خوا د تيارسۍ په حال کې دي او د پيښور ښار په شاوخوا سيمو په تېره بيا د رودي زي، بډه بيرى او د متاني په ساحوکې ګزمو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته