کابل باختر دچنګاښ اته ويشتمه :
حامدکرزي ديو حکم په صادرولو سره دانتصابي سناتور په توګه دفضل هادي مسلميار ټاکنه منظوره کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، په هغې اعلاميه کې چې په دې باب دچارو دادارې او دوزيرانوشورا ددارالانشا دلوى رياست له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي .
داساسي قانون د ٨٤ مادې ددريمې فقرې دحکم له مخې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دملي شورا دمشرانوجرګې دانتصابي سناتور په توګه دفصل هادي مسلميار ټاکنه منظوره کړه .
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دې دافغانستان داساسي قانون د ٨٤ مادې دحکم له مخې دده انتخاباتي وثيقه تدقيق او دملي شورا دمشرانو جرګې ته صادروي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ