کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د قندهار د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې له ۱۷۵۰ اړمنو کورنیو سره د اوبلن ګاز مرسته کوي چې د وېش لړۍ یې پيل شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې په مرسته کې به ۷ زره کیلو اوبلن ګاز پر ۱۷۵۰ کورنیو ووېشل شي.
د قندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس ملا حمدالله وارث وویل، چې دغه کورنۍ اړمنې او جګړو ځپلي دي، چې د یوې ځانګړې تګلارې له مخې غوره شوي چې هره ورځ به پر ۲۰۰ – ۲۰۰ کورنیو ګاز ووېشل شي.
سعیده