خبرونهاقتصاد

په سمنګانو کې د پستي حاصلات زيات شوي دي

کابل، د زمري٩ مه، باختر

د سمنګانو  د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د پستي محصولات د تيرکال په پرتله درې برابره  زيات شوي دي.

د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي منابعو او ځنګلونو مدير عبدالغفور کريمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د تېرکال په نسبت په روان کال کې  د پستې حاصلات درې برابره زيات شوي دي.

کريمي زياته کړه تېرکال د پستې له حاصلاتو څخه د پستې ٧٠ ټنه مغز ترلاسه شوی و، خو په روان کال کې به د خلکو له خوا له راټولې شوې پستې څخه ٢١٠ ټڼه مغز ترلاسه شي.

هغه زياته کړه  تېرکال په ايبکو ښار کې ٧ کيلوګرامه پسته په ٧ زره افغانيو پلورل کېده  خو سږ کال د پستي کيفيت ښه دى او يو من يې په  ٩٢٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د کرنې رياست مسوولين وايي دغه پسته  د سمنګانو له ٤٢ زره هکتاره ځنګلونو څخه ترلاسه شوې ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا