نړۍ

شمالي کوريا خپل جنوبي ګاونډى ته دبريد ګواښ کړي دي.

پيکينگ ايرنا باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
شمالي کوريا اعلام وکړ چې د اړتيا په صورت کې به له پخواني اعلام  پرته به جنوبي کوريا بريد وکړي .
دجنوبي کوريا خبري آژانس نن خبر ورکړ،  چې دشمال کوريا دفاعى کميسيون دجنوبي کوريا دملي امنيت شورا ته دانترنټي پيغام په ليږلو سره دغه  موضوع اعلام کړى دى .
شمالي کوريا ټينګار کړى دى چې په جنوبي کوريا کې دپيونګ يانګ پرخلاف اقدامات دشمالي کوريا دپخواني مشر کيم جونګ ايل دمړينې په دويمه کاليزه کې انديښمن کړى دى.
له دې سره جوخت په سيول کې دشمال کوريا پرخلاف مبارزې کړي دي له دغو مظاهرو وروسته شمالي کوريا ټينګار کړى دى چې له پخوانۍ اعلام پرته په جنوبي کوريا بريد وکړي .
د شمالي کوريا  پرخلاف دمظاهرو په بهير کې هغوى ددغه هيواد دځوان مشر عسکونه  وسوځول چې شمالى کوريا دغه اقدام سپکاوى  بللى  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته