
کابل، د کب ۸ مه، باختر
د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په پس کنده کلي کې د یوې کرنیزې ټولګټې پروژې چارې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالخلیل کریمي وویل، چې یاده پروژه د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي د کرنیزو اوبو د یو کانال او د ۱۸۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال جوړول شامل دي، چې په جووړولو سره به یې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې او ۶۰۰ جریبه ځمکه به هم خړوبه کړي.
د ایبکو ښار د خلم د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد عمر انس د یادې پروژې پلي کول یې د کرنې په برخه کې ګټوره وبلله.
جهانیار