امنیت

نهه طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
نهه وسله وال طالبان پرون د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د هوايي ځواکونو دغه بريد د بلخ د کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې ترسره شو چې په پايله کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغه بريد کې ٧ نور طالبان ټپيان شول او د هغوی جنګي وسايل او څلور موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته