
کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د سمنګانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار سربېره، فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۷ شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو شبکو د پرانیستلو مراسمو کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اختر محمد مصباح وویل، چې دغه شبکې د UN-OCHA موسسو په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونو، ۴۱۲ زرو او ۵۲۰ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې پر مټ به یې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
ورته مهال د یادو سیمو اوسېدونکو د دغو شبکو په جوړېدو خوښي وښوده او دې برخه کې یې د اسلامي امارت له ځایي مسوولینو څخه مننه وکړه.
لمر