سیاست

دملي امنیت سلاکار په کابل کې د روسیې فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

کابل باخترد غبرګولې  ١٤نيټه
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د روسیې فدراتیف جمهوریت له سفیر ښاغلي الکساندر مانتيسکي سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې وکړې.
دملي امنيت شورادوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې فدراتیف جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو، سیاسي او د دولتونو په کچه د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشوو.
دواړو لورو د روسیې فدراتیف جمهوریت ته د ملي امنیت د سلاکار د سفر پر مهال د شویو پریکړو او تعهداتو پر تعقیب او تطبیق هم بحث وکړ او د تعقیبي موضوعاتو په موخه یې د یوه مکانیزم پر جوړیدو هم خبرې وکړې.
په افغانستان کې د روسیې فدارتیف جمهوریت سفیر ښاغلي مانتیسکي همدارنګه د هغو تعلیمی او تحصیلي فرصتونو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته معلومات ورکړل، چې هېواد یې د افغان زده کوونکو له پاره په بېلابېلو پوهنیزو مرکزونو کې چمتو کړي دي.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته