امنیت

په ګرديز کې دچاودنې له امله نهه ويشتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د لړم ديارلسمه :
دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې دچاودنې له امله  نهه ويشتو تنوته مرګ ژوبله واوښته .
دپکتيا ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه چاودنه تيرماښام دګرديز ښار په مربوطاتو کې دعزيزي بانک په وړاندې هغه وخت وشوه چې چاوديدونکي توکي ددغه ځاى په يوه دکان کې ځاى پرځاى کړاى شوي  وو . يوه اړونده خبرځاى وويل  په دې چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او دښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول .
دګرديز  ښار دملکي روغتون رييس ميا ګل پکتين  وويل  ددغې پيښې پنځه ويشت تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او داتو تنو روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته