
کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر
د سمنګانو د ټولګټو ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د لوړ تناژ دویمې تلې د فعالېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د ټولګټو رییس انجنیر ملا رییس آغا د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد ریاست د سمنګانو- بلخ د مواصلاتي لارې د ساتنې او څارنې په موخه د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تناژ تله نصب کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د یادې تلې په رغېدو به دولت ته عواید راټول او د سړکونو د ویجاړېدو مخه به هم ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې د لوړ تناژ دوه تلې فعالې شوې دي.