کابل باختر د وري ٢٥مه
د شبرغان _ مزارشريف د لويې لارې په اوږدوکې د تيلو پر ټانکرونو د طالبانو بريد ناکام شو.
دجوزجان د والي وياند فريدون انبق باختر آژانس ته وويل چې طالبانو پرون مازيګر د فيض آباد ولسوالۍ د ګرجک له سيمې څخه د تيلو د لسو ټانکرونو د غلا نيت درلود چې د پوځيانو له مقاومت سره مخامخ شول او د تيښتې لاره يې غوره کړه .
انبق زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او پوځيان د جوزجان – مزارشريف د لويې لارې د بشپړ پاکولو لپاره د عملياتو د ترسره کولو لپاره تيارى لري .
ختم- ف _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ