امنیت

اتلس تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر د  چنګاښ  اتلسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دافغان امنيتي ځواکونو  په پرونيو ګډو عملياتو کې  اتلس تنه ډار اچوونکي  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  ،  دغه عمليات  د ډار اچوونکو دځپلو  او د  هېوادوالو  دسراو مال  دساتنې په موخه دننګرهار  ، غزني ، قندهار ، تخار اودهلمند  دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول . 
   ددفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډوعملياتو کې  چې دهوايي ځواکونوپه همکاري  ترسره شول  د غزني ولايت  د ګيرو او اندړو دولسواليو په مربوطاتو کې څوارلس تنه ډار اچوونکي  له منځه  وړل شوي  او دننګرهار ولايت داچين او کوټ  دولسواليو په مربوطاتو کې  ددوو تنو داعشيانو په ګډون څلور تنه  ډار اچوونکي وژل شوي  او يو  داعش  ټپى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته