امنیت

دناتو يو سرتيرى دافغانستان په جنوب کې ووژل شو

کابل باختر  دکب درې ويشتمه

 دناتو  يو سرتيرى  پرون دافغانستان په جنوب کې ووژل شو .

 دغه سرتيرى پرون مازيګر  په واټ کې دايښودل شوي ماين دچاودنې له امله  سخت ټپي شو او روغتون ته دليږدونې په لاره کې يي سا ورکړه .

 ناتوباختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغه عسکر دهويت او دپيښې ددقيق ځاى په باب څه نه دي ويلي خو دافغانستان په جنوب کې زياتره امريکايي  او انګليسي  ځواکونه ديره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته