فرهنګ

د افغانستان د نوې انځورګرۍ هنر مخکښ وفات شو

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ١٣مه
د هېواد مشهور انځورګر، شاعر او نمايش نامه ليکوونکى محمد يوسف کهزاد په    حق ورسېد.
کهزاد هنري شخصيت و چې نوم يې د ده له څو اړخيز هنر سره تړل شوى و.
کهزاد د غلام محمد ميمنګي د نګارستان بنسټ ايښودونکى و چې په خواشينۍ سره  د٨٣ کلنى په عمر د مهاجرت په نړۍ امريکا کې په حق ورسېد.
کهزاد په هند، امريکا، ايتاليا او د نړۍ په نورو هېوادونوکې د افغانستان د هنرونو  په معرفي کولو کې فعال رول ولوباوه. له کهزاد څخه د (جلوه هاى زيبايي درهنر، خدا زيبايي را آفريد، مرواريد هاى سياه او شعري ټولګو) په ګډون يو شمېر آثار پاتې دي. بر سېره پر دې د ده يو شمېر داستانونه هم د وخت په خپرونوکې چاپ او خپاره شوي دي.
کهزاد د خپل هنري ژوندانه په بهيرکې څو ادبي جايزې هم ترلاسه کړې دې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت، د افغانستان ستره فرهنګي کورنۍ او هنرمندان د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د اوراښاد کهزاد دوستانو، خپلوانو او پاتې کسانو ته يې څرګندوي او د الله (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوي.#
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته