ورزش

دنجونو دفوټبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دنجونو دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ پرون په يوې لوبې سره په کابل کې پيل شوې .
دهيواددفوټبال فدراسيون دخپرونو امر عبدالرشيد عزيزي نن دباختراژانس خبريال ته وويل په لومړي لوبه کې داسمايي او دافغان کلپ ټيمونو لوبه وکړه چې په يوه په زړه پورې او ګول لرونکي لوبه کې دافغان کلپ ټيم دصفر په مقابل  کې په لسو سره داسمايي  پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال دفدراسيون  په ورزشي ډګر کې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده نن د سنګر او پيوستون ټيمونه لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته