فرهنګ

حسينې صافۍ : دټولنې په بېلابېلو برخو کې دځوانانو رول ارزښتناک او اغيزمن وباله .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  حسينې صافۍ  نن دافغانستان  دمتشبثينو  ځوانانو دبنسټ له مسوول  سره په کتنه کې  دټولنې  په بېلابېلو  برخو کې دځوانانو رول  ارزښتناک او اغيزمن وباله .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  دافغانستان دمتشبثينو  ځوانانو  دبنسټ مسوول  عبدالخالق  ميرزايي ددغه بنسټ  په اړوند  معلومات ورکړل  او ويې ويل  چې ددغه بنسټ موخه دځوانانو ترمنځ دتشبث  دانګيزې  رامنځته کول  ، او دتشبث  دودې دزمينې  برابرول  او دمتشبثينو ځوانانو ترمنځ   داړيکو  ټينګښت دى .
ده زياته کړه چې دغه  بنسټ  دټولنيزې  سولې او  دلاسي صنايعو  په برخه کې  کارکوي او په کابل کې  يې رستورانت ، ميجک )  او دسوداګرى  شبکه ( ويژن  )  هم جوړ کړي دي  او له دې لارې   کابو شپيتو  تنو ته دکار فرصت  برابر شوى دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې همغږي ، دسالم پروګرام جوړول او دکار انګيزه دځوانو متشبثينو په پياوړتيا  او پراختيا کې مهم عناصر  وبلل او ويې ويل  په تيرو جګړو په ټولو برخو په تيره بيا په اقتصادي  او سوداګريزو برخو کې ناوړې اغيزې کړې دي او ددغه شان بنسټونو جوړول کيداى شي داقتصادي ودې په لاره کې اغيزمن رول ولري .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دټولنې په بېلابېلو برخو کې دځوانانو رول ارزښتناک او اغيزمن وباله .
ديوبل خبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  نن د((افغان مدل))  له مسوول سره په کتنه کې  د هېواد اصيل فرهنګ ته دهغه په پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
په دې کتنه کې  دافغان مدل مسوول  عبيد ځاځي داصيلو افغاني جامو دښودلو په برخه کې  دخپلو فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او دخپلو کړو وړو په برخه کې يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملاتړ غوښتنه وکړه .
حسينې صافۍ څرګنده کړه هر هغه کړنه او فعاليت چې دهېواد داصيل فرهنګ دژوندي ساتلو سبب شي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يې ملاتړ کوي او ټينګار يې وکړ چې دهېواد او نړۍ خلکو ته داصيل   افغاني فرهنګ دمنعکس کولو په لاره کې پاملرنه وشي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته