
کابل، د وري ۳مه، باختر
د سمنګانو د کلیو، بیار غونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې پر ۳ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي اختر محمد مصباح باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک د افغانستان د ټولیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لوري د ۲۰ میلیونو ۳۱۷ زره او ۵۰ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
مصباح زیاته کړه، چې دغه سړک ۳ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې په کې ۴ پُلچکونه هم شامل دي.
نوموړي وویل، چې د دغه پروژې د پلې کولو موخه د کليو او ښاري خلکو لپاره د لنډ مهاله کاري فرصتونو رامنځته کول او د تګ راتګ پر وړاندې د شته ستونزو حلول دي.
لمر