امنیت

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي: په افغانستان کې د وروستيو جنايتونو عاملين بايد محاکمه شي

کابلباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسيدو غوښتنه کړې ده .
د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې د طالبانو او داعشيانو د خونړيو بريدونو په غبرګون کې چې په اوو پرله پسې ورځوکې د ملکي وګړو په ګډون يو زيات شمېر افغانان پکې ووژل شول؛ په دغه هېوادکې د تاوتريخوالي د بندولو غوښتنه کړې ده .
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي انتونيوګوترش په يوه اعلاميه کې  د ډار اچوونکو ډلو بېرحمانه بريدونه چې په افغانستان کې څو پرله پسې ورځې ترسره شول؛ وغندل او ټينګار يې کړى دى چې بايد په افغانستان کې تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي او خبرې اترې پيل شي.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي  ويلي دي: هغه کسان چې د دغو بريدونو مسووليت په غاړه لري؛ ډير ژر دې محاکمه شي .
په تيرو اوو ورځوکې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ډار اچوونکو ډلو په پکتيا، قندهار، غزني، غور او کابل کې په پوځي مرکزونو او جوماتونو ډله ييز بريدونه ترسره کړل . په پوځي مرکزونو د ځانمرګو بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه واخيست او په مقدسه اماکنو د ځانمرګو بريدونو مسووليت  داعش په غاړه اخيستى دى چې دواړه ډار اچوونکې ډلې له يو استخباراتي مرکز څخه په بېلابېلو نومونو لارښوونې ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د عمان څلور اړخيزې غونډې په پاکستان زور اچولى دى چې د افغانستان د سولې او په دغه هېوادکې د ډار اچوونکو د ځالو د له منځه وړلو په خاطر صادقانه  عمل وکړي، ځکه که چيرې پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي؛ بله غونډه به جوړه نه شي .
ليدل کيږي چې د عمان له غونډې وروسته د طالبانو او داعشيانو ډار اچوونکو ډلو په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى او يو زيات شمېر کورنۍ  يې د خپلو بچيانو د وير په ټغر کښينولې دي .
د ډار اچوونکو  ډلو يرغليز او ځانمرګو بريدونو نړيوال او د بشر د حقوقو  او د مدني ټولنو غبرګونونه را پارولي دي.
د ملګرو ملتو سازمان د دغو بريدونو د غندلو په ترڅ کې د تاوتريخوالي  د بندولو غوښتنه کړې ده او ټينګار يې کړى دى چې د دغو پيښو عاملين دې بايد محاکمه شي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې په غور او کابل کې په جوماتونو بريدونه او د تيرې اوونۍ بريدونه غندلي او په دې اعلاميه کې يوځل بيا ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې سولې او امنيت ته تر رسيدو پورې به د دغه هېواد له خلکو او دولت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي .
دغه راز په افغانستان کې د ناتو ځواکونو قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ډار اچوونکو پرله پسې بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې سولې او ثبات ته د رسيدو په لاره کې د خپلو هلوځلو د دوام لپاره د افغانستان د خلکو ترڅنګ  به ولاړ واوسي.
د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون هم په يوه اعلاميه کې دغه بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې په مقدسه اماکنو او ملکي وګړو بريدونه يو غيرانساني او غير شرعي ناوړه عمل دى چې د اسلام د مقدس دين د حکمونو، ملي قوانينو  او نړيوالو بشردوستانه قواعدو پرخلاف عمل دى.
د ايران، روسيې، چين، عربستان، ترکيې او د پاکستان په ګډون چې له  ډار اچوونکوڅخه د ملاتړ تور پرې لګول شوى دى؛ يو شمېر هېوادونو وروستي بريدونه غندلي دي.
پاى ؛ ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته